د داوطلبۍ اعلان

د بشري  مرستو ټولنه غواړي د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند مرغګیران سیمه کې یوه د دیني زده کړو مدرسه جوړه کړي.  تر څو ددې سیمې ماشومانو ته د دیني او اسلامي زده کړو ترلاسه کولو فرصت برابر کړای شي او په راتلونکی کې زمونږ ټولنه د علم په رڼا روښانه شي.

یاده مدرسه په دوه پوړونو کې جوړیږي، مدرسه 4 تشنابونه، او 4 د اودسونو لپاره دستشویاني+ یوه سپتیک څاه لري.

د زده کوونکو د زده کړي د حاصلولو لپاره د یو ښه تعلیمي چاپیریال د جوړیدو په موخه په دواړو برخو کې لارې او شني ساحي جوړیږي او 2 جلا جلا دروازې به هم ورته جوړیږي.

ڼوټ: د دي  پروژې  د کارونو د لا زیاتو معلوماتو د حاصلولو لپاره مهربانی وکړي د مدرسې نقشواو بل احجام کاری  ته مراجعه وکړي.

د پروژی د داوطلبی شرایط

هغه ساختمانی شرکتونه چې د لاندي شرایطو برابر وي پدي داوطلبی کی برخه اخستلي شي.

1

شرکت باید د تجارت وزارت اعتبار لرونکی جواز ولری

2

د شرکت په جواز کی حد اقل یو کال وخت ولري

3

د شرکت 20% فیصده پیسی به د کار تر بشپړیدو پوري د بشري  مرستو د ټولنه سره د تضمین په شکل پاتي وي چه برنده شرکت نه دکار د قرارداد په وقت اخستل کیږي. کله چې د پروژی کارونه تکمیل شي او د مؤسسې د انجینرانو لخوا یی د کارونو د تکمیلیدو تائید وشي د 20% فیصده تضمین  څخه به 10% فیصده ورکول کیږي او پاتي 10% فیصده به د تضمین په شکل د شپږو میاشتو د تیریدو څخه وروسته په هغه صورت کی ورکول کیږي چې د تعمیر ټولي نیمګړتیاوي پوره او کوم مشکل ورکې پیدا شوی نه وي. او بیا د HAS د انجینرانو لخوا یی د تائید موافقه ترلاسه شي، تضمین به ساختمانی شرکت ته ورکول کیږي

4

د  پروژې  د کارونو ټول دولتی مالیات  د ساختمانی شرکت په غاره وی او شرکت به یی تصفیه کوی خو د تصقیی اسناد به د HAS  موسسی سره شریکوی او دا  د شرکت مسؤلیت دي.

5

که چیرې د پروژې کارونه د ټاکلی وخت څخه تاخیر کیږي شرکت به د هری ورځي په تیریدو سره HAS ته د ټولې پروژې 1% فیصد د روزانه تاخیر په حساب د جریمي په شکل ورکوي.

6

تر 6 میاشتو پوره کیدو مخکې که په ساختمان کې هر نوع تخنیکي مشکلات پیدا کیږي، شرکت مکلف دی چې یاد مشکلات رفع کړي او که چیرې شرکت ونکړای شول چې تخنیکي عوارض رفع کړي موسسه به دغه مصارف وکړي او پیسي به یې د شرکت د تضمین څخه وضع کړي او شرکت بیا د شکایت حق نلري.

د پروژې د ټولو کارونو دتکمیل وخت، د قرارداد له پیل 5 میاشتي دی.

7

هغه ساختماني شرکتونه چې د پورته ذکر شوي شرایطو سره برابر وي په لاندې ذکر شویو آدرسونو دې زمونږ سره خپل د داوطلبۍ اسناد شریک کړي.

د آفر توزیع آخری تاریخ: 31 می 2023

آفر گشایی تاریخ او ځای: د شرکتونو نماینده گان دی خپل سر بسته او مهر شوی آفرونه سره په  2:00 بجو پس دغرمی 5   د جون 2023 په لاندې آدرس  حاضر وي

د HAS  مرکزی دفتر د کنفرانسونو تالار، افغان یار خصوصی ښونځي تر څنګ، حصه دو کار ته پروان

بریښنالیک: hasafg2001@gmail.com

ادرس:  حصه دو کار ته پروان د افغان یار خصوصی شونحی تر حنگ

28 نمبر کور، د افغان یار خصوصي لیسې کوڅه، بادام باغ سرک، دوهمه حصه – کارته پروان، كابل – أفغانستان

نوټ: که د پروژې په اړه لا ډیرو معلوماتو ته اړتیا وي مهرباني وکړئ په دغو شمیرو اړیکه ونیسئ:

انجنیر حشمت الله مجیدي: 0786101055 ،0700474441

لطفا اړوند فایلونه ډاونلوډ کړئ

د داوطلبۍ اعلان

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Scroll to top